موږ د ټولو دولتي او نادولتي ادارو او مؤسسو سره نږدی اړیکې لرو اوکار کوو چې ستاسو په څیر خلکو سره مرسته او له هغو څخه ملاتړکوي، ترڅوپه دی ډول له هغو افغانانو سره چې د بهرنی سفراراده لری، هغه څوک چې په بل هیواد کې له ستونزو سره مخ کیګي، اویا هغه کسان چي اراده لري خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ مرسته او دهغوی لارښوونې وکړي .. موږ تاسو پوه صحیح اداري یا نادولتي موسسو ته معرفی کوو، چې تاسو سره به په دې ځانګړو برخو کې ستاسو مرسته وکړي.
دلته د خدماتو لپاره د ګټورو اړیکو لیست دی چې ممکن ستاسو لپاره ګټور وي:
د مهاجرت د معلوماتو مرکز لاندې لینکونه او لیست وړاندې کوي:
- حکومتی خدمتونه (د پاسپورټ اداره، او نور (.
- نادولتي موسسي / نړیوال سازمانونه (د مثال په توګه د راستنیدنې / د بیا یوځای کیدلو لپاره، د قاچاق قربانيانو، او داسې نور)
- سفارتونه چی بورسي امدادونه اوداسې نور کمکونه چمتو کوي
او داسې نورې ګټورئ اړیکې چې تاسو یې په اړه فکر کولی شئ
د وګړو د ثبت یا د ثبت احوال و نفوس د عمومي ریاست پته: په کابل، افغانستان د تهیه مسکن چهارراهی، سرای شمالی ته نږدیِ، د خیرخواه د تیلوټانک په خوا کې،
د بهرنیو اتباعو د ریاستونو او د احصاییه حیاتی دمرکز پته: افغانستان، کابل، کارته پروان، د نادیه د لیسه ته مخامخ،
http://www.prd.gov.af
- د پاسپورت ریاست (د داخلي چارو وزارت) : د افغانستان د اسلامی جمهوری حکومت د اساسئ قانون د (۳۹) ماده او د پاسورت د قوانیو مطابق (هر افغان حق لری چې قانونی شرایطو سره سم بهرنی هیوادونو ته سفر وکړي، او د قانون سره سم افغانستان ته راستانه شي یا هلته پانې شي. " نو له همدې امله، د پاسپورټونو مرکزي دفتر د افغان وګړو لپاره د کمپیوتري پاسپورت د صادرولو او اجرا کولو دنده ترسره کوی.
پته: دریمه کارته (کارته ۳) ، سورپول (پل سرخ)، کابل فغانستان
انترنتې پته: http://moi.gov.af/fa/blog/how-to-get-a-new-passport
http://moi.gov.af/fa/page/directorates/passport-procedure/passport-procedure
- د بهرنیو چارو وزارت - د قونسلی چارو ریاست : د وزارت د قونسلی چارو ریاست د داخلی وګړو د قونسلې اوحقوقئ چارو دندي ترسره کوي. همدا ډول د هیواد د قوانینو پر بنسټ هغه وطن وال چئ د هیواد څخه بهر استوګنه کوي دهفوی د حقوقئ دفاع ساتنه او ملاتړ کوي، همدارنګه زموږ په هیواد کې د بهرنیانو دقونسلی چارو، مسافرت اود استوګنې لپاره هیواد د قوانینوسره سم اسانتیاوې برابروي. په افغانستان کې، دا خدمتونه د بهرنیو چارو وزارت دقونسلی چارو ریاست لخواه ترسره کیږی او بهر د افغانستان څخه دا خدمتونه د افغانستان د سیاسي نمایندګې (سفارت خانو) لخواه چمتو کیږی.
پته: د بهرنیو چارو وزارت – د ملک اضغر چاراهی، کابل فغانستان
https://www.econsulate.gov.af
https://www.econsulate.gov.af/attestation/attestation-education-documents.html
د تعلیمي اسنادو تاییدی یا تصویب:
https://www.econsulate.gov.af/attestation/attestation-education-documents.html
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د کار د چارو په برخه کې ، د ټولنیز امنیت اوخوندیتوب اود معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د خدمتونو برابرول اوچمتو کولو دنده ترسره کوي. د دې ماموریت د پلي کولو لپاره، وزارت د څلور پروګرامونه پالن کړي دي:
- د کار او د مهارتونو د پراختیا پروګرام،
- د شهیدانو او معلولينو لپاره د فلاحی پروګرامد پراختیا،
- د ټولنیز هوساینې د پراختیا پروګرام
- د اداري او مالي وړتیا د وده د پراختیا پروګرام
د دې وزارت ځانګړې اهداف دي!
- د محروم شویو او جلا شویو ډلو د معافیت اولپاره یوه اغیزمنه ټولنیز شبکه،
- د مهارتونو د پراختیا لپاره لازمی آسانتیاوې چمتو کول
- د دندې موندنې فرصتونه او د کاري ځواک د فلاحی پروګرام چمتو کول
- د شهیدانو او معلولیت لرونکو کورنیو لپاره اسانتیاوې او خدمتونه چمتو کول
http://molsamd.gov.af
د عدليې وزارت: د عدليې وزارت د افغانستان د اسلامی جمهوريت د اساسي قانون پر بنسټ ، د هيواد د عمومی تشکیلاتو او نورو قانوني اجرااتو آسانتیاوې چمتو کوي. هغه وګړي چې بهرهیوادونو ته سفر کول غواړي د ځینې قانوني اسنادو د تصدیق کولو لپاره د عدليې وزارت لوی ریاست د عامه پروسو څانګې ته ځي..
http://moj.gov.af
د عدلیې وزارت - د افغانستان د قوانیونو د لټون لیست
http://laws.moj.gov.af/Home.aspx
د لوړو زده کړو وزارت: دا وزارت د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د مدیریت مسولیت لري، په افغانستان کې د لوړو زده کړود اسنادواو ډیپلومونو خپرول او تصدیق کول ددی اداری ځانګری رول ده. دا وزارت رسمي بورسونه چې د افغانستان د زدکونکو لپاره د نورو هېوادونو لخوا چمتو او رالیږل شوي ای د وزارت په رسمی ویب پاڼه کې اعلانوي. نور تول هغه خدمتونه برابروي چه لوړو زدکرو سره اړیکې لري.
https://mohe.gov.af
د بورسونو لینک
https://mohe.gov.af/prs/scholarship
د ښوونې او روزنې وزارت: د ښوونې او روزنې یا د پوهنې وزارت په ټول افغانستان کې د عام دولتی او خصوصي ښوونځیو، اکادمیکانو او مسلکي انسټیټوټونو اداره کولو مسولیت لري. وزارت همداراز د اکادمیک اسنادو د تصویب مسولیت لري. د پوهنې تولی داخلی چاری په افغانستان کې ددي وزارت ترسرپرستي لاندې سره ته رسیږي.
http://moe.gov.af
د سوداګرو چارو وزارت: د سوداګرو چارو وزارت د سوداګرو چارو خدمنونه په افغانستان کې دننه او د افغانستان څخه بهرد هغه افغانانو لپاره چې سوداګریزي دندې ترسره کوي چمتو کوي. دافغانانو لپاره چې سوداګریزي دندې ترسره کوي د سوداګریزو چارو اړوند معلومات چمتو کوی، د تجاری تفاهم لیکونه او سوداګریزي اسانتیاوی برابروي.
د هغو هیوادونو لیست چېرته چې افغانان کولی شي د ويزې څخه پرته هلته سفر وکړي:
https://www.dw.com/fa-af/افغان-ها-به-کدام-کشورها-بدون-ویزای-قبلی-سفر-کرده-میتوانند/g-37134442
ګټور لینکونه
https://www.dw.com/fa-af/میدیا-سنتر/همه-مطالبs-100946